له ايران څخه وارد شوي ۱۶ ټانکره بې کيفيته ډېزل او پټرول له فراه ولایت څخه بېرته دغه هېواد ته ګرځول شوي دي. د سټنډرډ ملي ادارې ویلي، د فراه ۷۸میل بندر کې ۱۶ ټانکره بې کیفیته تېل ایران ته ګرځول شوي دي. سرچینې ویلي په وروستیو کې د سټنډرډ ملي ادارې په جدیت سره د بې کيفيته تېلو د واردولو مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي. یادې ادارې له سوداګرو غوښتي چې هېواد ته باکیفیته توکي وارد کړي او د بې کیفیته توکو له واردولو دې ډډه وکړي کنې قانوني چلند به ورسره کېږي.
































