د جاپان د صدراعظم فومیو کیشیدا د وینا ځای ته نږدې چاودنه شوې خو نوموړي ته پکې زیان نه دی رسېدلی. پولیسو تر چاودنې وروسته د یادې پيښې په تړاو د یوه شکمن کس د نیول کېدو خبر ورکړی دی. د جاپان دولتي تلوېزیون راپور ورکړی چې دغه چاودنه نن سهارد جاپان په لوېدیځ ښار “واکایاما” کې د کیشیدا د ټاکنیزي وینا پر مهال شوې ده. د جاپان د دولتي تلویزیون د راپور له مخې، بریدګر هغه مهال د جاپان د صدراعظم په لور بم و غوځار کړ چې هغه غوښتل د خپلو پلویانو په منځ کې وینا وکړي. ویل کیږي چې په دغه پېښه کې نوموړي ته زیان نه دی رسېدلی او تر دغه پيښې وروسته خوندي ځای ته انتقال شوی دی.











