د کاپیسا د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په حصه اول او حصه دوم ولسوالیو کې د ۲۴ میلیونو، ۳۷۱ زرو ۳۸۵ افغانیو په لګښت د څښاک اوبو ۴ شبکې جوړې او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې. د کاپيسا اوسېدونکي د اوبو د یادو شبکو په جوړېدو خوښي ښيي او وايي، چې له دې وروسته به د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري. دوی وايي، مخکې یې د څښاک لپاره اوبه له ویالو او یا سیند څخه راوړلې چې ناپاکې وې او تل یې ماشومان او لویان پر ډول ډول ناروغیو اخته کول.
































