عراقي چارواکو ویلي، چې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمترو کولیبا به د روسیې له بریده او په دغه هېواد کې د جګړې له پیلېدو وروسته د لومړي ځل لپاره عراق ته سفر وکړي. نړیوالو رسنیو د عراق د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند احمد الصحاف له قوله ویلي، چې دیمترو کولیبا به له خپل عراقي سیال فواد حسین او د دغه هېواد له لومړي وزیر سره پر بېلابېلو مسایو خبرې اترې ولري. د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې بغداد ته سفر کوي چې د عراق لومړي وزیر او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي یوه اونۍ مخکې ټیلیفوني خبرې وکړې. په دې ټیلیفوني خبرو کې د عراق لومړي وزیر د سوله ییزې حل لارې ته د رسیدو او په اوکراین کې د کړکیچ د پای ته رسولو په اهمیت ټینګار کړی.
































