ولسمشر غني وایي تر راتلونکې یکشنبې به د طالبانو د پاتې زندانیانو د خلاصولو طرحه نهایي شي. ولسمشر غني تېر ماښام د ملي تلویزیون په یوه پروګرام کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی د سولې راوستو او زندانیانو خلاصولو ته ژمن دي. دده په خبره دمګړی نږدې څلور زره طالب بندیان خوشي شوي دي او د پاتې نورو د خلاصون طرحه به هم تر یکشنبې نهایي شي. نوموړي همدا راز ټینګار کړی چې طالبان هم باید افغان زندانیان خوشي کړي، ځکه دا پروسه د زندانیانو تبادله ده، نه یو اړخیز خوشي کول. ولسمشر غني دغه راز وویل چې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره نېټه او ځای نه دي مشخص شوي خو د امریکا په ګډون د ټولو اړخونو هڅه دا ده چې خبرې ژر تر ژره پیل شي. هغه ویلي چې ښایي د افغان سولې لپاره لومړنۍ ناسته د قطر په دوحه کې ترسره شي.
































