د سعودي عربستان په مشرۍ د يو شمېر هېوادونو د ائتلافي ځواکونو ویاند اعلان کړی، چې د سعودي عربستان د بشري خواخوږۍ د وړانديز له مخې، يادو ائتلافي ځواکونو په همدې ورځ ۱۰۴ حوثي وسله وال خوشي کړي. له دې وروسته د ائتلافي ځواکونو او حوثي وسله والو ترمنځ د اسيرانو د خوشي کيدو بهير پای ته رسېدلی. د سعودي عربستان رسنيو ويلي، چې د بنديانو آزادېدل د ائتلافي ځواکونو او د سره صليب نړيوالې ټولنې لخوا په ګډه تر سره شوي. ياد ۱۰۴ اسيران په همدې ورځ د یمن پلازمېنې صنعا ته رسېدلې دي.
































