د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د ضمیر کابلوف له قوله ویل شوي، امریکا د روسیې او طالبانو ترمنځ د هغو اړیکو په اړه چې ګواکي روسیې طالبانو ته په افغانستان کې د امریکانو د وژلو پر سر پیسې ورکولې هیڅ سند نه لري او په خبره یې، وروستۍ څرګندونې د روسیې پر وړاندې یوازې تورونه او تشې ادعاوې دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې روسیه هم یو شمیر سندونو ته اړتیا لري خو په دې برخه کې هیڅ سند نشته. د یادونې ده چې له دې وړاندې پنټاګون هم د روسیې او طالبانو ترمنځ د اړیکو په برخه کې د سند نه موجودیت خبره کړې وه.
































