د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، که حکومت ځينو شرطونو ته غاړه کیږدي، دی په ځنډ د ټاکنو تر سره کولو غوښتنه منلی شي. نوموړي ویلي چې که حکومت سر له بلې میاشتې ملي اسمبلي منحل کړي، عمومي ټاکنې په جولای میاشت کې کېدای شي. نوموړي پرون په یوه مرکه کې ویلي، چې د ده له ګوند سره په دې هکله تر اوسه څه اړیکه نده نېول شوې. هغه وویل شاه محمود قریشي ته یې له حکومت سره د خبرو کولو مسولیت ورسپارلی خو په وینا یې تر اوسه ورسره چا اړیکه نده نیولي.
































