د هند په چاټيسګار ايالت کې د چاودنې له امله لس تنه پولیس او يو موټر چلوونکی وژل شوي دي. د هندوستان ټايمز ورځپاڼې خبر ورکړ، چې دغه پېښه د یاد ايالت په جنوبي سيمه کې شوې ده. د هند امنيتي چارواکو ویلي، چې یاد پولیس د حکومت ضد وسله والې ډلې د تصفيوي عملياتو له پایته رسولو وروسته د بېرته تګ په لاره کې د چاودېدونکو توکو له چاودنې سره مخ شو. په خبر کې د دغه بريد کره وخت نه دی ياد شوی.
































