رویټرز خبري اژانس ویلي، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مې میاشتې د څوارلسمې نېټې د ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو کمپاینونه د روغتیایي دلایلو له کبله پرون او نن درولې دي. اردوغان ویلي د خپلو ډاکترانو په مشوره په کور کې استراحت کوي. وروسته د عدالت او پراختیا ګوند مرستیال ارکان کندمیر څرګنده کړې، چې اردوغان به نن د ویډیو له لارې د سویلي مرسین ولایت د اکویو اټومي بټۍ په مراسمو کې ګډون وکړي. د اوسنۍ ترکیې دا ټاکنې د اوږده خدمت کوونکي مشر لپاره ترټولو ننګوونکې یادیږي او د لګښت ناورین په دې هېواد کې اردوغان ملاتړ زیانمن کړی دی. نظرپوښتنه ښيي، چې اردوغان ښايي له دوه لسیزو وروسته؛ واک له لاسه ورکړي.
































