ټاکل شوې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي راتلونکې چهارشنبه د سوریې پایتخت دمشق ته په دوه ورځني رسمي سفر ولاړ شي. دا د ۲۰۱۱ کال راپدیخوا چې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوې لومړی ځل دی چې د ایران ولسمشر دې هېواد په رسمي سفر ځي. د ایرنا خبري اژانس په دمشق کې د ایران د سفیر حسین اکبري له قوله په راپور کې ویلي چې سوریې ته د رییسي دا سفر په سیمه کې پرمختګونو او بدلونونو په نظر کې نیولو سره ډېر مهم دی. په راپور کې همدرانګه ویل شوي چې رییسي دمشق ته د سوریې د ولسمشر بشارالاسد په رسمې بلنې ورځي او د لوړې کچي اقتصادي او سیاسي پلاوی به ورسره په سفر کې مل وي.
































