ښايي د «APL» په نوم د افغانستان شل اوريز غوره ليګ دویم پړاو سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې تر سره شي. د افغانستان کرکټ بورډ که څه هم چې د دې سیالیو د پیل کره نېټه نه ده په ډاګه کړې خو احتمالاً یې خبر ورکړی چې «اې پي اېل» غوره لیګ سیالۍ به په روان ۲۰۲۳ م کال کې تر سره شي او په همدې موخه یې تازه د اړوند او موظفې کمېټې د غړو تر منځ لومړنۍ ناسته هم تر سره شوې ده. افغان کرکټ بورډ د «اې پي اېل» شل اوریزه غوره لیګ سیالیو د دویم پړاو د پیل په اړه په داسې حال کې خبر ورکوي، چې له کرونا وبا را ورسته هم د ځینو ستونزو له امله ځنډېدلی دی. د یادولو وړ ده چې د «اې پي اېل» یا افغانستان شل اوریزه غوره لیګ سیالیو لومړی پړاو په ۲۰۱۸م کال کې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوی و، چې دافغان لوبغاړو سر بېره پکې ډېر شمېر بهرنیو لوبغاړو هم ګډون کړی و.
































