د ډنمارک د دفاع وزارت اعلان کړی چې د اوکراین د راتلونو عملیاتو د مرستې لپاره به دغه هېواد ته د ۱.۷ میلیارد کرونور په ارزښت، چې ۲۵۰ میلیونه ډالره کېږي، پوځي مرسته استوي. د ډنمارک دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې په دغو مرستو کې د ماین پاکۍ موټرونه، مهمات او د هوايي مرستو لپاره مالي امکانات شامل دي. فرانس پرس خبري اژانس راپور ورکړی دی چې د ډنمارک د بهرنیو چارو د وزیر لارس لوکي راسموسن ویلي دي چې دا نوې پوځي مرستې تر دې دمه د دوی تر ټولو ډېره مرسته ده چې کوي.
































