د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر غزني ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت له یو شمېر تاریخي ابداتو لیدنه کړې. نوموړي د دې لیدنې پرمهال ویلي، چې د هېواد تاریخي ابدات د افغانانو معنوي پانګه، تاریخي او فرهنګي هویت دی. سرپرست وزیر زیاته کړې، چې روان کال به د غزني یو شمېر زیانمن شوي تاریخي ابدات بیا ورغول شي. نوموړي دغه ولایت د تمدن او فرهنګ کور بللی او د غزني تاریخ او تمدن ساتنه یې د یاد وزارت مسولیت یاد کړی دی.
































