هندي رسنیو راپور ورکړی دی چې د دغه هېواد په شمال شرقي سیمو کې راوتلیو سیلابونو د ۵۹ کسانو ژوند اخیستی دی. راپورونه وایي چې دا سیلابونه د اسام ایالت په ۲۷ سیمو کې راوتلي دي او له امله یې د ځاني زیانونو سربېره ګڼ مالي تاوانونه هم اوښتي دي. د اسام ایالت چارواکو ویلي، د دې ایالت ۱۶۳۶ کلي د سیل اوبو پر سر اخیستي چې تر یو میلیون او ۳۰۰ زره ډېر کسان یې اغېزمن کړي دي.
































