د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وايي، دا مهال د اوکراین د جګړې ختمولو لپاره د سولې خبرو امکان نشته. هغه دا خبره له ایل پایس هسپانوۍ ورځپاڼې په مرکه کې کړې ده. دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې د روسیې او اوکراین رهبرانو د دویمې نړیوالې جګړې د ختمولو په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د بریاو ادعاوې کړې دي. ورځپاڼې د ګوترېش هغه څرګندونې را اخیستي چې ویلي یې دي، دا څرګنده ده چې دواړه لوري په بشپړ ډول په دې جګړه کې ډوب شوي دي. هغه ویلي، هیلهمن دی په راتلونکي کې دا امکان برابر شي چې روسیه او اوکراین د مذاکرو مېز ته کېني.











