د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې ویلي، په سوډان کې د روانې جګړې له کبله په کور د ننه بېځایه شویو خلکو شمېر تېره اونۍ شاوخوا ۷۰۰ زره کسانو ته – یعنې دوه برابره لوړ شوی دی. د وګړو بې ځایه کېدو دا وېرې پیدا کړې چې په سعودي کې د ښکېلو پوځي ډلو ترمنځ پر خبرو او اوربند سربېره تاوتریخوالی لا هم زیات شوی دی. لا هم ددغه هېواد پلازمېنه د هوايي بریدونو او ځمکنیو جګړو شاهده ده. له ځینو کلیو ټول استوګن تښتېدلي او خپل کورونه او هر څه یې پرېښي دي.
































