د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین د امریکا د مشرانو جرګې له استازو سره په ناسته کې ويلي، واشنګټن خپلې ټولې هغه وسلې له افغانستانه ایستلي چې پهدې هېواد کې د امريکايي ځواکونو لهخوا کارول کېدې. د امریکا د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز مارک میلي هم پهدې ناسته کې ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته پهدې هېواد کې د ترهګرو د فعالیتونو د څارنې وړتیا کمه شوې ده.
































