د پاکستان مخکېني لومړي وزیر عمران خان ویلي، ښايي له محکمې وتو سره بېرته ونیول شي. هغه نن د فساد اړوند قضیه کې د اسلام اباد عالي محکمې ته حاضر شوی و خو د جمعې لمانځه لپاره محاکمه او د قضیې اورېدنه وځنډول شوه. خان د محکمې په مخ کې له خبریالانو سره په خبرو کې اندېښنه څرګنده کړه چې که بهر ووځم نو شکمن یم چې وبه نیول شم د محاکمې پر مهال د عمران خان یوه وکیل د هغه په ملاتړ شعارونه ورکړل چې له دې سره د قضیې اورېدنه ګډه وډه شوه. د راپورونو له مخې په محکمه کې ګڼه ګوڼه دومره وه چې د محاکمې لپاره ځانګړې شوې کوټه کې ځای نه و او د قضیې اورېدنه یې له لومړي سره ځنډولې وه چې وروسته په یوه بله کوټه کې دا چاره ترسره شوه.
































