په داسې حال کې چې ټاکل شوې د اذربایجان او ارمنستان لوړپوړي چارواکي د اوږدمهالې سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره سره کېني، په تازه نښتو کې د دواړو هېوادونو یو یو سرتیری وژل شوی. د دواړو هېوادونو پوځیانو په سرحدي سیمو کې پرون په یو بل ډزې په داسې حال کې کړي چې ټاکل شوې د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف او د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشنیان د یکشنبې په ورځ د بلجیم پلازمېنې بروکسل کې خبرو ته سره کېني. دغه دوه هیوادونه چې یو وخت د پخواني شوري اتحاد جمهوریتونه و، د ناګورنو- قره باغ په جنجالي سیمه د شاوخوا دېرشو کلونو راپدېخوا د یو بل سره په جګړې اخته دي. دا سیمه په رسمي توګه د اذربایجان برخه ده خو ډیری اوسیدونکي یې ارمنستانیان دي.
































