چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

څوک نړيوال مقررات خرابوي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 14, 2023
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د جاپان زياتو خبري رسنيو په دې وروستيو کې خبر ورکړ، چې د اوو هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه، چې ژر به په دغه هېواد کې پیل شي، له چين څخه به د نړيوالو مقرراتو د مراعاتولو غوښتنه وکړي. نړيواله ټولنه د دغه خبر په اړه پوښتنه لري، چې د نوموړې ډلې په قول نړيوال مقررات څه دي؟ آیا د امريکا په شمول يو شمېر  هغه هېوادونه، چې د نړيوالو مقرراتو د نه مراعاتولو په برخه کې ډېر ريکارډونه لري، پر چين د نيوکې کولو حق لري؟

کله چې نړيوالو اصولو خبره کېږي نو په نړۍ کې د نړيوالو مقرراتو يوازیني اصول د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ د نړيوالو اړيکو بنسټيز اصول دي. خو د امريکا په شمول د يو شمېر لويديځو هېواونو په قول د ملګرو ملتونو منشور ډېر کم ياديږي. دغه هېوادونه بيا بيا ” د مقرراتو پر بنسټ نړيوال نظام “ يادوي. خو د دې خبرې مفهوم څرګند نه دی او دا هيڅکله د ملګرو ملتونو په منشور کې، د بېلا بېلو هېوادونو د مشرانو له خوا د ملګرو ملتونو په تصويب شويو اعلاميو کې او هم د ملګرو ملتونو د اسامبلې او امنيت شورا په پرېکړه ليکونو کې نه دي ياد شوي. د چين استازي په امنيت شورا کې د ياد مفهوم په اړه خپل شک څرګند کړ او پوښتنې يې وکړې، چې تش په نوم ” د مقرراتو پر بنسټ نړيوال نظام “ پر کوم ډول مقرراتو جوړ شوی نظام دی؟ دا مقررات چا جوړ کړي دي؟ دغه مقررات له نړيوال نظام سره څه تړاو لري؟

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د امريکا په شمول يو څو هېواودونو تر اوسه پورې د چين يادو پوښتنو ته څرګند ځوابونه نه دي ورکړي. ايا دوی د ځواب ورکولو باور نه لري؟ او يا دوی دغو پوښتنو ته ځوابونه نه شي ورکولی؟

څېړوونکو دې ته اشاره کړې، چې دغو هېوادونو ياد مفهوم مبهم تعريف کړی، ځکه دوی غواړي په خپله خوښه دغه مفهوم تعریف کړي او له دې لارې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي، په نړۍ کې کړکېچ جوړ کړي او مختلفې ډلې مقابلو او تقابل ته را وپاڅوي. دغسې تش په نوم مقررات يوازې د امريکا په شمول د يو څو هېوادونو ګټې تضمینوي، نه د نړيوالې ټولنې ګډې ګټې. امريکا ” د مقرراتو پر بنسټ نړيوال نظام “ بيرغ په اوچتولو سره په خپله خوښه له نړيوالو مقرراتو څخه سرغړونه کړې او نړيوال مقررات يې خراب کړي.

د نورو هېوادونو په کورنيو کې نه لاسوهنه د ملګرو ملتونو د منشور مهم اصل او د نړيوالو اړيکو بنسټيز اصل دی، خو امريکا له کلونو راهيسې په اروپا او اسيا کې رنګین انقلاب او په لويديځې اسيا او شمالي افريقا کې د عربي سپرلي انقلاب راپاڅولی او پهزياتو هېوادونو کې يې ګډوډۍ او ناورينونه رامنځته کړي. امريکا په ۲۱مه پېړۍ کې په افغانستان او عراق کې جګړې پيل کړې او د سوريې په کورنې جګړه کې يې مداخله کړې، چې د دغو جګړو له امله ۲۷ ميليونه وګړي کډوال شوي دي.

په ۲۰۲۲م کال کې د ملي امنيت په چارو کې د امريکا د ولسمشر پخواني مرستيال جان بولټن په علني توګه وويل، چې امريکا پخوا په بهرنيو هېوادونو کې د کودتاو د طرحه کولو لپاره مرستې برابرې کړې دي. په دې وروستيو کې د مکسيکو ولسمشر انډريس مانويل لوپيز د امريکا ولسمشر جو بايډن ته د يوه پيغام په ليږلو سره د امريکا د هغې کړنې غندنه وکړه، چې دغه هېواد د مکسيکو د حکومت ضد ځايي غېر حکومتي سازمانونو سره مالي مرستې کړې او دغه اقدامات د مکسيکو په کورنيو چارو کې څرګنده لاسوهنه ده.

بر سېره پر دې، د امريکا ملګري هېوادونه هم د دغه هېواد له لاسوهنې اغېزمن شوي دي. په ۲۰۱۳م کال کې د سنوډن له خوا خپاره شوي معلومات او په دې وروستيو کې د پنټاګون د سري سندونو د افشا کېدو پېښه دا ښيي، چې امريکا د جرمني، فرانسې، سويډن، کوريا جمهوريت، اسرائيلو او اوکراين په شمول د خپلو ملګرو هېوادونو مشران هم څارلي دي.

څوک نړيوال مقررات خرابوي؟ د اوو هېوادونو ډله بايد هندارې ته وګوري. له تاريخ او اوسني حقيقت څخه ښکاري، چې د امريکا په شمول يو څو هېوادونه د نړيوالو مقرراتو تر ټولو لوی ويجاړوونکي دي.

Previous Post

د قطر د بهرنیو چارو وزیر له بلېنکن سره پر افغانستان خبرې کړې

Next Post

سوریې ته د مرستو رسولو لپاره د لارو پرانیستلو موده وغځول شوه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
سوریې ته د مرستو رسولو لپاره د لارو پرانیستلو موده وغځول شوه

سوریې ته د مرستو رسولو لپاره د لارو پرانیستلو موده وغځول شوه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د فیفا مشر یوسف رشید په کابل ښار کې وژل شوی دی

د فیفا مشر یوسف رشید په کابل ښار کې وژل شوی دی

دسمبر 23, 2020
وردګو کې د ۳۰۰ زره ډالرو په ارزښت د اوبو یو بند جوړیږي

وردګو کې د ۳۰۰ زره ډالرو په ارزښت د اوبو یو بند جوړیږي

اپریل 10, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ