د اوبو او انرژۍ وزارت د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ په زیرک کلي کې د یوه منځني بند د جوړېدو چارو له پیلېدو خبر ورکړی دی. دغه وزارت پر ټویټر لیکلي، پر دې بند ۱۵ مېلیونه افغانۍ لګښت راځي او د یاد بند چارې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د غزني سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پر مخ وړل کېږي. د اوبو او انرژي وزارت د معلوماتو پر بنسټ، دغه بند به د ۹۳ زره متر مکعبه اوبو د ذخیره کولو، ۳ کیلو واټه برښنا د تولید او د ۳۸۰ هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا ولري او ۳۸۵ کورنۍ به په مستقیم ډول ترې ګټه پورته کړي.
































