د اوکراین لپاره د چین ځانګړی استازی لي هوی پرون چهارشنبه داسې مهال کيیف ته ورسېد چې په باخموت او یو شمېر نورو سیمو کې توده جګړه روانه ده. پېکېنګ، ویلي، لي هوی د سیاسي جوړجاړي په هدف اوکراین ته تللی دی. چین د روان ۲۰۲۳ کال په پيل کې د اوکراین د جګړې د ارامولو او بلاخره یوه اوربند لپاره ۱۲ مادییزه طرحه هم وړاندیز کړه، خو لوېديځو هېوادونو له پامه وغورځوله.
































