د لبنان د کورنیو چارو وزیر محمد فهمي ترکیه په دغه هېواد کې د کورنۍ جګړې اور ته په لمن وهلو تورنه کړې ده. نوموړي ویلي، ترکیه هڅه کوي له بیلابیلو لارو په دغه هېواد کې ناکراریو ته لمن ووهي. اللوا ورځپاڼې د فهمي له قوله ویلي چې د ترکیې په یوه شخصي الوتکه کې یې څلور کسان له څلور میلیون ډالرو سره یو ځای نیولي دي. هغه ویلي ګومان کېږي چې دا مرستې په لبنان کې د پیل شویو اعتراضونو پلانونکو ته لېږدول کېدې. د یادونې ده چې وړاندې تر دې هم لبناني چارواکو پر ترکیې ورته تورونه لګولي خو ترکي چارواکو بیا په کلکه رد کړي دي.
































