کابل – د جولاي ۵مه ۲۰۲۰
اتصالات د خپل ټولنیز مسوولیت او د پوهنې وزارت د بدیل پروګرام څخه د ملاتړ په توګه د زده کوونکو او ښوونکو لپاره له یوې ځانګړې ویبپاڼې څخه د کتابونو د راښکته کولو یوه نوې کڅوړه جوړه او پیریدونکو ته وړاندې کړه. ددې کڅوړې پیژندلو موخه ، د Covid-19 وایروس له امله په پوهنیز ډګر کې د رامینځته شوي خنډ او ځنډ له امله د ښوونځیو زده کولو او ښوونکو سره مرسته ده.
دا کڅوړه ۲۸ جون ۲۰۲۰ نیټه بازار ته وړاندې شوه، پیریدونکي 1GB انټرنت په ۵ افغانۍ د میاشتې ترلاسه کوي، چې د ګټه اخیستونکو د پام وړ ګرځیدلې او د اتصالات پیریدونکو لخوا په بازار کې تر ټولو ارزانه کڅوړه پیژندل شوې ده. د یادونې وړ ده، چې له دې کڅوړې څخه یواځې ددغه ویبپاڼې لپاره http://elearning.etisalat.af په هغه صورت کې ګټه اخیستلی شي که چیرته تاسو یوه بله انټرنټي کڅوړه فعاله کړي وي.
د افغانستان اتصالات اجراییوي مشر متیوویلشیر په دې اړه داسې وايي ” زموږ موخه داده، چې د قرنطین پرمهال د زده کوونکو لپاره د یوې اموزشي فرصت په توګه انټرنټ په ډیره ټیټه بیه وړاندې کړو.
د اتصالات شرکت په بیلا بیلو برخو کې دافغانان د ژوند د ښه والي او په هیواد کې چټک پرمختګ ته ژمن دی. نو له همدې امله د زده کړو ددې پروګرام په لاره اچول هم ددغه ژمنې پلي کول او عملي کول دي. د افغانستان اتصالات باور لري چې غوره ښووونه او روزنه مرسته کوي، ترڅو د ماشومانو وړتیاوې او استعدادونه په ښه توګه وپیژنو او هغوی د هیواد راتلونکي مشرۍ لپاره چمتو کړو.
د افغانستان اتصالات په اړه:- د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابراتي ګروپ یوه څانګه ده، چې مرکزی دفتر یې د عربو متحده اماراتو کې موقعیت لري او د نړۍ یوه له سترو مخابراتي کمپنیو څخه ده. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې، اتصالات د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره اوس د هیواد یوه له پرمختللو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې تر 6 ملیونه څخه ډیر فعاله پیریدونکي لري. اتصالات په هڅه کې دی، چې د غوره کیفیت، نویو خدمتونو، ټیټو بیو او د هیواد په هر ولایت کې د پراخه پوښښ په درلودلو سره بازار کې غوره ځای ومومي.
له ۲۰۰۷ کال راپدیخوا اتصالات 400 ملیونه ډالرو څخه ډیره پانګونه کړیده او لومړۍ مخابراتي کمپنۍ ده چې په افغانستان کې د 3.75G خدمتونه وړاندې کړل.
دلاډیرو معلوماتو لپاره www.etisalat.af او یا هم www.facebook.com/etisalatafg ویبپاڼو څخه لیدنه وکړئ.
































