د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، چې په افغانستان کې د بشري لومړنیو مرستو د دوام لپاره د ۲ میاستو په موده کې ۷۱۷.۴ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري. اوچا په افغانستان کې د بشري مرستو د اړتیاو په اړه په خپل یوه راپور کې ویلي اوس مهال افغانان په بي ساري ډول د خوړو د نه مصونیت، د خوارځواکۍ او د څښلو د اوبو له کمښت سره مخ دي. یادې ادارې ویلي، چې له اپریل میاشتې څخه د جون تر میاشتې پورې یوازې د خوړو د مصونیت او د کرهڼې په برخه کې ۴۸۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري. د اوچا د دې غوښتنې په وړاندې ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ کال په پیل کې په افغانستان کې د ۲۳.۷ میلیونو وګړو لپاره د خپلو پروګرامونو او بشري مرستو د دوام لپاره له نړیوالې ټولنې څخه د د څه باندې ۴ ميلیارده ډالرو غوښتنه کړې وه.
































