د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ټینګار کړی، چې انقره له سوریې څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو پلان نه لري او په دغه هېواد کې به پاتې شي. نومړی دغه څرګندونې پرون له سي ان ان ټلویزیون سره په مرکه کې کړې. هغه په سوریه کې د ترکي ځواکونو د دوام سبب د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وبلله. ترکیې له ۲۰۱۶ کال راهیسې د سوریې په شمال او شمال ختیځ کې د کرد ملېشو له زیاتېدو سره د مقابلې لپاره په دغه هېواد کې خپل پوځي حضور پراخ کړی دی.
































