پکتیکا کې طبیعي پېښو ته د رسېدو ریاست وايي، چې د دې ولایت په ګیان ولسوالۍ کې یې د اسیا ټولنیزو خدماتو نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ د ۱۰.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت ۵۰ کورنه جوړ او زلزله ځپلو کورنو ته وسپارل شول. د یادونې ده چې له دې مخکې هم د بېلابېلو نړیوالو موسېساتو له لوري په دغه ولایت کې د نورو بشري مرستو سربېره زلزله ځپلو کورنیو ته د استوګنې کورونه جوړ او پر ځینو یې لاهم کار روان دی.
































