ایران له سعودي عربستان سره د خپلو اړیکو عادي کولو په لړ کې، د ریاض لپاره خپل نوی سفیر ونوماوه. سعودي عربستان او ایران له کلونو راهیسې په خپلو کې پر ځینو مسایلو سخت رقابت درلود. د ایران شرق ورځپاڼې د پروني راپور له مخې ډیپلومات، علي رضا عنایتي به په نږدې راتلونکي په ریاض کې د ایران د سفیر په توګه خپل کار پیل کړي. عنایتي په وروستیو کې د ایران په بهرنیو چارو وزارت کې د فارس خلیج سیمې د عمومي مدیر په توګه کار کړی دی. په دواړو هېوادونو کې د هر هېواد سفارت هڅه کوي، چې ژر خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.
































