د ایران د بهرنیو چارو وزیر مرستیال سید رسول موسوي په نیمروز کې د سرپرست حکومت او ایراني پولهساتو ځواکونو تر منځ د تازه نښتو په غبرګون کې ویلي چې هر ډول نښته د دواړو خواوو په زیان ده. نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په نیمروز کې چې نن څه تېرېږي، دا د “ښکېلاګرو” د دسیسې دوام دی. له دې وړاندې د افغانستان دفاع وزارت هم ټینګار کړی و چې د دواړو هېوادونو تر منځ نښته د هېڅ لوري په ګټه نه ده او زیاته کړې یې ده چې سرپرست حکومت د هرې ستونزې لپاره خبرې اترې معقوله لار ګڼي.
































