اسلامي پراختیايي بانک د افغانستان لپاره د بشري مرستو صندوق له لارې له شپږو نړیوالو موسسو سره د ۸.۱ میلیونو ډالرو په ارزښت د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړل. د سعودي عربستان جده ښار کې د اسلامي پراختیايي بانک رییس ډاکټر محمد الجاسر په سرپرستۍ د افغانستان لپاره د بشري مرستو د صندوق له لارې شپږو نړیوالو موسساتو سره څه د پاسه د ۸.۱ میلیونه امریکايي ډالرو د مرستو رسولو هوکړه لیکونه لاسلیک شول. د همکارۍ دغه تړونونه په جده کې د اسلامي پراختیايي بانک د ۲۰۲۳م کال کلنۍ غونډې په څنډه کې لاسلیک شوی دی. د اسلامي پراختیايي بانک رییس ډاکټر محمد الجاسر وايي چې د دې تړونونو پر بنسټ به په افغانستان کې د هغو کورنیو سره مرستې وشي چې د ژوند د دوام لپاره د خوراک لومړني توکي، د اقلیم د بدلون او وچکالۍ له امله پاکو اوبو ته او لرې پرتو سیمو کې لومړنیو روغتیايي خدماتو ته رسیدګي ونه لري.
































