د بامیانو په مرکز کې د ۳۱۸ زره او ۵۲۶ ډالرو په لګښت د دوو پراختیایي پروژو چارې پیل شوې. د دغه ولایت د ښاروالۍ مسوولین وايي، چې په دغو پروژو کې د بامیانو مرکز د دویمې ناحیې په اول ګذر کې د ۱۷۶۶ مترو په اوږدوالي د یو کانال رغول او دغه راز د یادې ناحیې په دویم ګذر کې د ۲ زره ۱۰۰ مترو په اوږدوالي د حیدر آباد – خوال – ککرک عمومي سړک د جوړولو چارې شاملې دي. په دغو پروژو کې د یادو سیمو ۳۰۰ کسانو د کار زمینه هم برابره شوې ده.
































