د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، چې په بامیانو ولایت کې د کورنیو او په ځانګړې توګه د میرمنو د اقتصادي وضعیت پیاوړتیا په موخه د کورني بڼ په نوم د یوې ټولګټې پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.د چارواکو په خبره، چې یاده پروژه په ۹ جرېبه ځمکه د ۵۶ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي، چې یوه برخه کې به یې د مسلکي زدهکړو لپاره اووه ښوونیز ټولګي او بله کې به یې ۲۰ د لاسي صنایعو هټۍ او د میرمنو لپاره یو رسټورانټ جوړ شي. دوی زیاتوي، چې په دې پروژه کې به د ښځو لپاره د مسلکي او کوچنیو سوداگریو د زدهکړو زمینه هم برابره شي.
































