پاکستان وایي نړیواله ټولنه دې د هغو کړنو مخنیوی وکړي چې د افغان سولې لپاره خنډونه جوړوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي د افغان سولې په تړاو په جوړ شوي کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي د افغان سولې د رامنځ ته کېدو لپاره د خنډونو جوړول روان دي چې باید مخنیوی یې وشي. نوموړي پر ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو غږ کړی چې د سولې په راتګ کې مرسته وکړي او دا بهیر وڅاري. قریشي وایي افغان حکومت او طالبان باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي او ژر تر ژره دې د باور فضا د پیاوړي کولو لپاره بندیان خوشي کړي او بین الافغاني خبرې دې پيل کړي. نوموړي دغه راز ټینګار کړی چې هېواد یې د افغانستان د سولې بشپړ ملاتړی دی او په دې برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.
































