د هلمند په باغران ولسوالۍ کې د «اومانو» اووه کارخونې کشف او له منځه وړل شوي دي. د باغران ولسوالۍ امنیه قومندان وايي، د دې کارخانو په تړاو ۱۴ تنه نیول شوي هم دي. د نوموړي په وینا، اومان یو طبعي بوټی دی چې د ښیښې په جوړولو کې ترې اخیستل کېږي او سرپرست حکومت یې کارول، پروسس او نور کاروبار منع کړی دی.
































