د نورستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولين وايي، چې د دغه ولایت په لوېدیځ نورستان په منډول او دواب ولسوالیو کې د سېلابونو د راوتلو له امله ځایي خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي. د یاد ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس وايي ، چې د دغه ولایت په منډول او دواب ولسوالیو کې سېلابونو ځایي خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي. نوموړي د پوره چمتوالی ډاډ ورکړ او وایي چې سیمې ته یي خپل ټیمونه د خلکو د مرستو رسولو په موخه لېږلي دې.
































