د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون یو ځل بیا د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو څخه غوښتنه کړې ده چې د فلسطین د لویديځې غاړې له الحاق دې لاس واخلي. نوموړي زیاته کړې، د دوستۍ پر بنا پر اسراییل غږ کوي چې د فلسطیني خاورې الحاق یې په خیر نه دی نو باید ترې تېر شي. جانسون د خپلو خبرو پر دوام ویلي، دا چاره به له فلسطین سره د تفاهم امکان لا کم کړي. د یادونې ده چې جانسون یو ځل مخکې هم له اسراییل نه ورته غوښتنه کړې وه خو نتانیاهو ویلي و چې دوی چمتو دي د امریکا د پېړۍ معاملې تر عنوان لاندې طرحې پر بنسټ له فلسطین سره خبرو ته کېني.
































