امریکا څه موده مخکې د وارداتو او صادراتو د کنټرول په لېست کې د ۳۱ چيني صنعتي تصديو په ګډون ۴۳ صنعتي تصدۍ شامل کړې دي. په دې هکله د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جون په ۱۳مه نېټه يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې چين د امریکا له يادې کړنې سره ټينګ مخالفت کوي او ورڅخه غوښتنه کوي، چې سمدلاسه د وارداتو او صادراتو د کنټرول په لېست کې د صنعتي تصديو د شاملېدو په شمول د بنديزونو او پر چيني تصديو د فشارونو له اچولو څخه د لاس واخلي.
وانګ ون بين په اشارې سره وويل، چې امریکا د خپل پوځي او د ساينس او ټېکنالوژيو د تسلط ساتنې په پلمه د ملي امنيت ساتلو چوکاټ پراخوي، د دولتي واک څخه ناوړه استفاده کوي، پر چيني تصديو بې ځايه فشارونه اچوي، نړيوال اقتصادي او تجارتي ميکانیزم او تجارتي اصول خرابوي، د نړيوال توليد ځنځير د عرضې ثابتوالی زيانمن وي، چې په دې سره د اسانتیاوو لارې چارې لا ترینګلې شوې دي.
چين له امریکا څخه غوښتنه کوي، چې خپلې تېروتنې سمې کړي او د پوځي چارو او بشري حقونو په پلمه د اقتصاد او تجارت، د ساينس او ټېکنالوژۍ مسئلې د سياسي کېدو کړنې پای ته ورسوي او د وسيلې او وسلې په توګه یې ونه کاروي. چين به اړين تدبيرونه ونيسي او د چيني تصديو حقه حقونه او ګټې به ترلاسه کړي.































