په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال دای بينګ د جون په ۱۳مه نېټه پر يونيسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق غږ کړی، چې ماشومان دې د دوامدارې پرمختیا اجنډا په عملي کولو کې لومړيتوب ورکړي.
دای بينګ په همدې ورځ د يونيسف د اجرايوي ادارې د ۲۰۲۳م کلنۍ غونډې د اجرايوي منشي د کلني راپور په غونډه کې هیله څرګنده کړه، چې يونيسف دې په دوامداره توګه د ستراتيژيک پلان په رڼا کې د لايحه اجراکوونکو هېوادونو د مالکيت او مشرتابه پر اصولو ټينګار وکړي، په دغو هېوادونو کې د ماشومانو پرمختيايي اړتياوو ته فعال غبرګونونونه وښيي او له مهمو چارو دې ملاتړ وکړي. په عين وخت کې، يونيسف دې د روان کال د دواملرونکې پرمختیا اجنډا سرمشریزې، د اقليم ارمان سرمشريزې (Climate Ambition Summit)څخه په ګټې اخيستنې سره د دواملرونکې پرمختیا اجنډا په عملي کولو کې ماشومانو ته لومړيتوب ورکړي او د ماشومانو په اړه د دواملرونکي پرمختګ موخو ته د رسېدو په خاطر لا زيات خدمتونه وکړي.































