د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د جون په ۱۴مه نېټه د امريکا د بهرنيو چارو د وزير انتوني بلېنکن په بلنه له نوموړي سره تليفوني خبرې اترې وکړې.
چين ګانګ له بلېنکن سره په تلیفوني خبرو کې وويل، چې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې د سږ کال له پيل راهيسې له نويو ستونزو او ننګونو سره مخ شوې او د دغه وضعيت مسئوليت څرګند دی. چين تل له امريکا سره د اړيکو پر وړاندې د دولت رئيس شي جين پينګ له خوا د وړاندې شويو اصولو يانې د متقابل درناوي، په سوله کې د ګډ ژوند او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکاريو مراعات کړی دی.
چين ګانګ بلېنکن ته د تايوان مسئلې په شمول د چين د مرکزي ګټو په اړه جدي دريځ څرګند کړ او پر دې يې ټينګار وکړ، چې امريکا بايد چين ته درناوی وکړي، د چين په کورنيو چارو کې دې له لاسوهنې څخه لاس واخلي او هغه کړنې دې پای ته ورسوي، چې د سيالۍ په پلمه يې د چين د ملي حاکميت خونديتوب او د پرمختګ ګټو ته زیان رسولی. چين ګانګ هيله وښوده، چې امريکا بايد په بالي ټاپو کې د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ کتنه کې د تر لاسه شويو توافقاتو او د امريکا د شويو ژمنو د پلي کولو لپاره رښتيني ګامونه پورته کړي او له چين سره دې توپيرونه کنټرول کړي او همکارۍ دې وهڅوي همدرانګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه والي او سالم پرمختګ لپاره دې ګډې هڅې وکړي.































