د امريکا رسنیو خبر ورکړی چې د المان د څار ډلې شواهد ښيي چې د نورډ سټريم د طبيعي ګازو نلليکې د ويجاړېدو پېښه د تخريب ټيم له خوا ترسره شوې ده. د بل خبر له مخې امريکا د يادې پېښې د دريو مياشتو نه مخکې پر دې نلليکې د بريد د پلان په باب معلومات تر لاسه کړي و.
د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جون په ۱۳مه نېټه د اړوندې پېښې په اړه پوښتنې ته په ځواب کې وويل چې تر اوسه پورې له دې پېښې څخه څه باندې اته مياشتې تېرې شوې، خو پلټنه يې ډېر ورو پر مخ ځي. امريکا چې تل له تودو مسئلو څخه په استفادې سره د تش په نامه خپل لارښوونکی رول لوبوي، په دې اړه خپله چوپتيا ساتلې چې دا حيرانوونکې مسئله ده.
نوموړي زياته کړې چې چين څو څو ځلې په خپلو اعلاميو کې ويلي چې د بنسټيزو تاسيساتو خونديتوب د نړيوالې ټولنې ګډه هيله ده. نو د يادې پېښې عادلانه او مسلکي پلټنه او اړوندو مجرمينو ته سزا ورکول د نړيوالې ټولنې لپاره ډېره مهمه غوښتنه ده.
































