په دې وروستیو ورځو کې رسيپ (RCEP) په ۱۵ هېوادونو کې نافذ شوی دی. د اسيان ( د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو اتحاد)د سرمنشي سلاکارې او د دغه اتحاد د اقتصادي ټولنې مرستيالې سرمنشي اننا روبنيو ويلي، چې رسيپ د غړيو هېوادونو د بازارونو د ورخلاصون او پراختيا لپاره ښه فرصتونه برابروي او د غړيو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکارۍ پياوړې کوي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جون په ۱۴مه نېټه په دې اړه ويلي، چې د سيمې د هراړخیزو اقتصادي همکاريزو اړيکو تړون (RCEP) په بشپړ ډول نافذ شوی، مانا يې دا ده چې په نړۍ کې تر ټولو زیات نفوس، تر ټولو لوی اقتصادي اندازه او تر ټولو لوی پټ توان لرونکې د ازادۍ سوداګرۍ سيمه د پلي کېدو په نوي پړاو کې روان ده. دا د سيمې هېوادونو د اقتصادي يووالي او د ګډ پرمختګ هیله څرګندوي. چين غواړي له اړوندو خواوو سره د رسيپ د باکيفيته پلي کېدو لپاره هڅه وکړي او سيمه ييز او نړيوال اقتصاد ته نوې محرکه قوه برابره کړي.































