د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر استازي عصمت الله ارګاشیف په تاشکند کې د ترکیې له سفیر سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې دي. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې غونډه کې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو پر دوام او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د همغږۍ پر هڅو هوکړه وشوه. په ازبکستان کې د ترکیې سفیر اولگان بکار په افغانستان کې د باثباته سولې د تامین په برخه کې د تاشکند هڅې مهمې وبللې او د سیمه ییز ادغام په بهیر کې یې د ازبکستان پر ونډې ټینګار وکړ.
































