د بېجينګ د کتابونو ۲۹م نړيوال نندارتون د جون په ۱۵مه د کانفرانس په ملي مرکز کې پرانيستل شو او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د يادې مرکزي کمېټې د تبليغاتو څانګې مشر لي شو لې له دغه نندارتون څخه کتنه وکړه.
د دغه نندارتون د ښودنې پراخوالی ۵۱زره او ۹۰۰ مربع مترو ته رسېږي، چې د چيني او بهرنيو کتابونو د ښودنې ډګرونه او د انټرنيټي خپرونې ډګر ځای پر ځای شوي. الجزاير د دغه نندارتون عمده ميلمه هېواد دی. د ۵۶هېوادونو او سيمو څه باندې ۲۵۰۰ تصدۍ په انلاين او حضوري ډول په دغه نندارتون کې ګډون کړی، چې څه باندې ۲۰ لکه ډوله کتابونه نندارچيانو ته ښودل کیږي.
































