د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یونسیف) ویلي چې په سوډان کې جګړو څه باندې یو میلیون ماشومان بې کوره کړي او دا خبرداری یې هم ورکړی چې ډېری دا ماشومان له جدي خطر سره مخ دي. یونسیف په یوې اعلامیې کې ویلي د روان میلادي کال د اپریل میاشتې راپدیخوا چې د سوډان د پوځ لوی درستیز جنرال عبدالفتاح البرهان او پخواني مرستیال محمد حمدان داګلو تر منځ جګړه پیل شوې، ۳۳۰ ماشومان په دې هېواد کې وژل شوي او تر ۱۹ سوه ډېر ټپي شوي دي. دې نړیوالې ادارې ویلي چې د اټکل له مخې په سوډان کې شاوخوا ۱۳ میلیونه ماشومان اشد ضرورتونه لري او بشري همکارۍ ته اړتیا لري او ډېری دا ماشومان د جدي خطر سره مخ دي.
































