مالیې وزارت ویلي، چې د تورخم ګمرک منسوبینو په یوه صادراتي ټولګه کې د ٧٢ کیلو ګرامه ګران بیې کونزیت ډبرې د قاچاق مخه نیولې ده. یاد وزارت ویلي، یادې ډبرې چې په ډېر مهارت سره ځای پر ځای شوې وې او غوښتل یې پاکستان ته یې قاچاق کړي نیول شوي دي. ویل کیږي، چې درې ورځې مخکې هم، د ډبرو سکرو په صادراتي محموله کې د څلور ټنو میده شويو لیټیمو ډبرو له قاچاق څخه مخنیوی شوی دی.
































