د هېواد د کورنیو چارو وزارت ویلي چې له ۱۳۸۱ کال راهیسې په هېواد کې ۱۱۷ خبریالان او په بهر کې بیا دوه افغان خبریالان وژل شوي دي. د سرچینې په خبره دوی په دې اړه ټولو قضیو ته رسېدګي کړې ده او تر دې دمه ۲۸ کسان د خبریالانو د وژلو او ترور په تور نیول شوي دي. کورنیو چارو وزارت وایي د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ټولې قضیې یې څېړلې دي او ځینې یې تر کار لاندې دي. بلخوا د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه بیا وایي چې په وروستیو شپږو میاشتو کې پر خبریالانو بریدونه، ددوی پر وړاندې ګواښونه او ستونزې کمې شوې دي خو له حکومت غواړي چې د بیان ازادۍ ملاتړ ډېر کړي او دوی ته د کار او فعالیت مصونې زمینې مساعدې کړي.
































