د امریکا ددفاع وزیر وایي په خپل یوه کلن ماموریت کې توانېدلی چې روسیه او ایران سخت کنټرول کړي. مارک ایسپر د پنټاګون پر رسمي وېبپاڼه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دده پلانونه او نظامي اقدامات په وچه او اوبو کې بریالي وو او توانېدلی چې د امریکا لپاره رامنځ ته شوي ګواښونه له منځه یوسي. هغه وایي په سمندرونو کې یې د پوځي بېړیو امنیت خوندي دی او همدا راز ټول رامنځ ته شوي ګواښونه یې ختم کړي دي. دده په باور ایران یې کمزوری کړی دی او روسیه یې هم سخته کنټرول کړې ده. مارک ایسپر دغه راز وایي چې لا هم د امریکا د پیاوړتیا او امنیت لپاره ستر پلانونه لري، ترهګرې ډلې به ختموي، په سیمه او نړۍ کې به امنیت تامینوي او د امریکا او ملګرو پر وړاندې به یې تهدیدونه ختموي.
































