د واګنر ډلې مشر منلې چې د وینې تویېدنې د مخنیوي لپاره د روسیې په خاوره کې له پرمختګه ډډه وکړي. هغه د بلاروس له ولسمشر سره تر مذاکرې وروسته ژمنه کړې چې د روسي ځواکونو پر وړاندې بلوا ته به د پای ټکی کېږدي. د روسي ځواکونو او د واګنر ډلې دغه نښته له هغې وروسته پېلېږي چې د واګنر ډلې مشر ادعا وکړه چې د هغه دوه زره سرتېري د روسي ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د مسکو او کييف ځواکونو ترمنځ نښتې له پیله، د واګنر ډلې مشر روسي چارواکي د روسي ځواکونو پر وړاندې پر بېپروایۍ او کمزورې کړنې تورن کړي دي.
































