د چين صدراعظم لي چيانګ د جون په ۲۶مه نېټه په تيان جين ښار کې د نړيوال اقتصادي فورم له رئيس شواب سره وکتل.
لي چيانګ وويل چې بېلا بېل هېوادونه يو له بل سره همکاري کوي او يو د بل کمبود پوره کوي چې دا د توليدي قوې د پرمختيايي اړتياوې او نه بدلېدونکی تاريخي تمايل دی. مختلف هېوادونه دې متقابل تفاهم او باور پياوړی کړي، ناسم فکرونه دې کم کړي، د ګډو ګټو پر بنسټ دې پر ګډو برياليتوبونو ټينګار وکړي، د ګټو پيستون دې پياوړي کړي او د ګډو ننګونو په لرې کولو سره دې لا روښانه اينده برابره کړي. چين به د سولې او پرمختګ په لور روان شي او د لوړې سويې ورخلاصون پر پراخوالي ټينګار کوي او غواړي چې له بېلا بېلو خواوو سره د پرانيستي نړيوال اقتصاد د پرمختګ او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي.
شواب وويل چې نړيوال اقتصادي فورم غواړي له چين سره همکاريزې اړيکې لاټينګې کړي، د بېلا بېلو خواوو ترمنځ د نظريو تبادلو د پياوړتيا، متقابل باور لا ټينګښت موندلو، خپلمنځي همکاريو د پراخولو او د ګډو ګټو پر بنسټ د ګډو برياوو د موندلو لپاره هڅې وکړي او د اقلیمي بدلون په شمول له نړيوالو ننګونو سره ګډه مقابله وکړي تر څو د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه اباده شي.
































